د امارتي شرکتونو لوي ریاست
آريانا د خپلو مېلمه پالانو او تخنيکي انجنيرانو مسلکي وړتياوې پياوړې کوي
1405/5/11 00:00
Mumtaz خبرونه

آريانا د خپلو مېلمه پالانو او تخنيکي انجنيرانو مسلکي وړتياوې پياوړې کوي
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت د روزنيز مرکز (Training Center) په منظمو پروګرامونو کې مېلمه پالان د نړيوالو معيارونو سره سم د مسافرينو د غوره خدمتونو، د بېړنيو حالاتو د مديريت، د الوتنې د خونديتوب، اړيکو او مسلکي چلند په برخو کې عملي او نظري زده کړې ترلاسه کوي.
 
همدارنګه تخنيکي انجنيران د الوتکې د ساتنې، تخنيکي پلټنو، نويو هوايي معيارونو، د الوتکو د سيستمونو او پرمختللو تخنيکي کړنلارو په اړه خپلې پوهې او مهارتونه لا پياوړي کوي.
 
ياد روزنيز مرکز د نړيوالو معيارونو سره سم د هوايي چلند په برخه کې د پيلوټانو، مېلمه پالانو، تخنيکي کارکوونکو، عملياتي پرسونل او نورو مسلکي کادرونو د روزنې لپاره يو مهم بنسټ دی، چې په دې وروستيو کې د مجربو او مسلکي استادانو لخوا په عملي ډول تدريسي چارې پيل شوي دي.