د افغان پُست امارتي شرکت او طبیعي پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت او طبیعي پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریـو د پیاوړتیا په موخه هـوکړه لیک لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به د افغان پُست امارتي شرکت د خپلې پُستي شبکې او نقلیه وسایطو پرمټ، د هېواد په کچه د یادې ادارې تجهیزات او مرستندویه توکي د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو سیمو ته په چټک، خوندي او منظمه توګه لېږدوي.
یاده اداره به د بېړنیو حالاتو پرمهال د همغږۍ په موخه اړین معلومات د افغان پُست امارتي شرکت له مسؤولینو سره شریکوي، ترڅو مرستې په اغېزمن، شفاف او ټاکلي وخت سره زیانمن شویو سیمو ته ولېږدوي.
د یادونې وړ ده چې دغه هوکړه لیک د دواړو ادارو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا او د عامه خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.