د ارزاقو امارتي شرکت د حقانیه او شهادت دارالعلومونو ته خوراکي توکي ولېږدول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د میدان وردګ ولایت د حقانیه او شهادت دارالعلومونو ته د اړتیا وړ بېلابېل خوراکي توکي ولېږدول شول.
د میدان وردګ ولایت د ارزاقو مدیر وايي چې د مرکز اړوند حقانیه دارالعلوم ته ۸ قلمه او د چک ولسوالۍ شهادت دارالعلوم ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول.
په دغو توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، بوره، شین چای او نور لومړني اړین خوراکي مواد شامل دي، چې د یادو دارالعلومونو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه چمتو او لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د هېواد په کچه د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر ترسره کوي.