د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/5/11 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې خپل اړوند جایداد څخه یو باب لوی سالون، چې درې خونې، دوه دهلیزونه او یو پخلنځی په کې شامل دي او د مرکزي سیلو مخې ته موقعیت لري، په میاشتني ډول د (۴۲۰۰۰) افغانیو بدل کې په کرایه ورکړي.
 
هغه اشخاص او شرکتونه، چې پر شرایطو برابر وي، یادې ودانۍ ته اړتیا ولري او له ټاکل شوې کرایې څخه لوړه کرایه ورکولای شي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر (۱۰) ورځو پورې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته وسپاري او د داوطلبۍ په ورځ دې په خپله حاضر واوسي.
 
یادونه: غوښتونکي دې د داوطلبۍ شرطپاڼه د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.
 
پته: د ارزاقو امارتي شرکت، د مرکزي سیلو ترڅنګ، درېیمه ناحیه ـ کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰-۲۵۱۰۶۴۹