د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري، چې د مالدارۍ له خپلو فارمونو څخه تازه شیدې د داوطلبۍ له لارې وپلوري.
هغه شرکتونه، مؤسسې او اشخاص چې په دغه داوطلبۍ کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د نشر له نېټې څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې، خپل غوښتنلیکونه د ننګرهار وادي کرنیزامارتي شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: غوښتونکي شرطپاڼه کتلای شي او له مقرراتو سره سم ( ۱۰۰۰۰۰ سل زره) افغانۍ موقت تضمین، د بانک د تضمیناتو حساب ته تحویلېږي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، سرخرود دوه سړکه ـ ننګرهار