د استراس په درې ګونو پورټونو کې ۹۳۴ باروړونکي موټر بارګیري شوي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استراس امارتي شرکت په درې ګونو پورټونو کې ۹۳۴ عرادې سوداګریز موټر بارګیري او د ټاکل شویو موخو پر لور بهر شوي دي.
د یاد امارتي شرکت په لومړي صادراتي او وارداتي پورټ کې، په ټولیز ډول ۴۶۷ عرادې موټر چې بېلابېل توکي یې لېږدول، بارګیري او له پورت څخه بهر شوي دي.
همدارنګه په دویمه شمېره پورټ کې ۳۴۹ عرادې هغه موټر چې وارداتي او صادراتي توکي یې لېږدول، بارګیري او له پورټ څخه بهر شوي دي.
په درېیمه شمېره پورټ کې هم د غنمو اوړو، سمنټو، کیمیاوي سرې، آهنچادر او کرومایټ ډبرو ۱۱۸ عرادې موټر بارګیري او د خپل ټاکل شوي مقصد پر لور یې حرکت کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د یادو موټرو په وسیله د غنمو اوړه، سمنټ، اسکواټور، د وریجو تریشر ماشین، د موټرو او موټرسایکل پرزې، وطني پنبه، وچې مېوې، المونیمي دیګونه او نور بېلابېل توکي بارګیري او بهر شوي دي.