د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د لوګر له والي سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د لوګر والي، قاري صلاح الدین ایوبي سره د برېښنا پراختیايي پروژو په اړه خبرې وکړې.
ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د لوګر والي ته ډاډ ورکړ، چې هېواد کې د برېښنا رسونې پروژې په متوازن ډول له ټاکلي پلان سره سمې پر مخ ځي، ترڅو له برېښنا پاتې ساحې پر وخت له برېښنا څخه برخمنې شي.
د لوګر والي، قاري صلاح الدین ایوبي د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ هڅې د هېواد په کچه د تولید او پراختیا برخو کې وستایلې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د برېښنا له ولایتي مسؤولینو سره به هر ډول همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنا شرکت تېرو نږدې ۵ کلونو کې د ټول هېواد په کچه د برېښنا تولید، تاسیساتو جوړونې او د برېښنا وېش شبکو پر ګڼو پروژو کار پیل کړی، چې بشپړیدو سره به یې د لومړي ځل لپاره د پرمختګ تاریخي بدلون رامنځته شي.