د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د سلګونو مېټر بکسونو د بنسټیزې بیارغونې چارې بشپړې شوې
1405/5/12 00:00
Mumtaz خبرونه

د سلګونو مېټر بکسونو د بنسټیزې بیارغونې چارې بشپړې شوې
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د کابل برېښنا ریاست تخنیکي کارکوونکو د مېټرونو خوندیتوب په موخه د سلګونو مېټر بکسونو د بنسټيزې بیارغونې او رنګولو چارې بشپړې کړې.
 
یاد بهیر د شبکې خوندیتوب او ضایعاتو د مخنیوي په موخه پیل شوی دی، چې پاتې ساحو ته به هم له ټاکلي پلان سره سم وغځول شي.
 
د افغانستان برېښنا شرکت رهبري له ټولو پېرودونکو غواړي چې مېټر بکسونو کې خپلسرې لاسوهنې څخه په کلکه ډَډه وکړي.