د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د ۱۴۰۵ لمریز مالي کال د تدارکاتي پلان له مخې د کرنیزې میکانیزې اړوند د پرزو او اجناسو د تهيې او تدارک تړون چې تشخیصیه شمېره یې (NVAEC/1405/NCB/G-2402) ده، د ترسره کولو اراده لري.
ټول هغه پر شرایطو برابر شرکتونه او مؤسسې چې په یاده داوطلبۍ کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴ کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیک د شرطپاڼې او د آفر اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د تدارکاتو لوی مدیریت ته وسپاري.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سرخرود دوه سړکه، جلال آباد ښار ـ ننګرهار