د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/5/12 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی رياست د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د ۱۴۰۵ مالي کال د پلان له مخې په پام کې لري چې د مالدارۍ د اجناسو او افزارو د تهيې او تدارک قرارداد چې تشخیصیه شمېره یې (NVAEC/1405/NCB/G-2401) ده، ترسره کړي.
 
ټول هغه پر شرایطو برابر شرکتونه او مؤسسې چې په یاده داوطلبۍ کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر۲۱ کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیک د شرطپاڼې او د آفر اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د تدارکاتو لوی مدیریت ته وسپاري.
 
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سرخرود دوه سړکه، جلال آباد ښار ـ ننګرهار