GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
په کابل ښار کې د ونو کېنولو کمپاین پیل شو
1405/1/20 00:00
Mumtaz News

په کابل ښار کې د ونو کېنولو کمپاین پیل شو د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت له لوري د کابل ښار او چاپېریال د زرغونتیا په موخه د ۱۰۰۰ ونو د کېنولو کمپاین پیل شو. د مکروریانونو د څارنې او ساتنې امارتي شرکت مسؤولین زیاتوي چې د دې کمپاین بنسټیزه موخه د ښار زرغونتیا زیاتول، د چاپېریال ککړتیا کمول او د ښاریانو د ژوند کیفیت لوړول بلل شوي دي. د یاد شرکت مسؤولین ټینګار کوي چې د ونو کېنول به د کرنیزو اصولو له مخې ترسره شي او د ساتنې لپاره یې منظم کاري پلانونه ترتیب شوي دي. د يادونې وړ ده چې د دې کمپاین عملي کېدل د مکروریانونو او اړوندو سیمو د اوسېدونکو لپاره د سالم، پاک او ښکلي چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.