د آریانا اجرائیوي رئیس د کام ایر له اجرائیوي رئیس سره وکتل
د آریانا اجرائیوي رئیس د کام ایر له اجرائیوي رئیس سره وکتل
د آریانا افغان هوايي شرکت اجرائیوي رئیس، ملا بخت الرحمن شرافت د کام ایر هوايي شرکت له اجرائیوي رئیس، کپتان جاهد عظیمي سره د ۱۴۰۵ هـ ل کال د حاجیانو د منظم، خوندي او پر وخت انتقال په اړه لازمې همغږي په موخه وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د حاجیانو د الوتنو تنظیم، د خدماتو کیفیت لوړولو، حاجیانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوندو مهمو موضوعاتو په اړه مفصل بحث وکړ.
همداراز په ناسته کې ټینګار وشو چې د ګډې همکارۍ او همغږۍ له لارې بايد د حجاجو د لېږد پروسه په ښه ډول مدیریت شي، تر څو د حاجیانو د سفر بهیر لا منظم او مصؤن شي.