GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د امارتي شرکتونو لوی رئیس د بلخ سیلو او نساجي امارتي شرکتونو څخه لیدنه وکړه
1405/1/24 00:00
Mumtaz News

د امارتي شرکتونو لوی رئیس د بلخ سیلو او نساجي امارتي شرکتونو څخه لیدنه وکړه

 

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال او ورسره مل پلاوي شمالي ولایتونو د سفر په ترڅ کې د بلخ د سیلو او نساجي امارتي شرکتونو له فعالیتونو، ماشینرۍ او زېرمتونونو څخه لیدنه وکړه.

 

په دې لیدنه کې، ښاغلي بلال د یادو امارتي شرکتونو د مسؤولینو او تخنیکي کارکوونکو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې ورسپارل شوې دندې باید په بشپړ صداقت او مسلکيتوب سره ترسره شي.

 

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، د بلخ د سیلو او نساجي امارتي شرکتونو له مسؤولینو سره په ناسته کې د هغوی غوښتنې واورېدې او د چارو د لا ښه والي په اړه یې خپل نظریات ورسره شریک کړل.

 

د یادونې وړ ده چې د بلخ سیلو امارتي شرکت د وچې ډوډۍ تولید او د بلخ نساجي امارتي شرکت د ټوکر د تولید په برخه کې فعالیت ترسره کوي.