د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۹) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، له نافذه قوانینو سرم سم په اجاره ورکوي.
۱ـ د بلخ ولایت ( ۴مه، ۱۰مه، ۱۷مه، ۱۹مه، ۲۷مه او ۳۴مه) شمېرې امارتي درملتونونه
۲- د تخار ولایت (۶مه) شمېره امارتي درملتون
۳- د مرکز (۸مه) شمېره امارتي درملتون
۴- د جوزجان ولایت (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړوند شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د سوداګریزو چارو له ریاست څخه ترلاسه کړي.
د درملتونونو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۰۹ نېټې، چهارشنبې ورځ پر ۱۰:۰۰ بجو د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.
یادونه: تضمین د شرطپاڼې له مقرراتو او مادو سره سم اخیستل کېږي؛ پورته شپږ بابه درملتونونه چې د بلخ ولایت په شخصي سیمو کې فعالیت لري، په داوطلبۍ کې یې یوازې امتیاز په اجاره ورکول کېږي.
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دو شمشېره ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۳۵۶۵ – ۰۲۰۲۱۰۱۹۷۵