GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د کندز ښار د ۴۰ متره سړک د نیالګیو کېنولو پروګرام پیل شو
1405/1/24 00:00
Mumtaz News

د کندز ښار د ۴۰ متره سړک د نیالګیو کېنولو پروګرام پیل شو

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت د څلوېښت متره سړک د پلي لارو د موزاییک ترڅنګ، د زرغونتیا او نیالګیو کېنولو پروګرام هم پیل کړ.

 

د یادې پروژې د مسؤولینو په وینا، ټاکل شوې چې د سپین زر امارتي شرکت د سړک په شاوخوا یو نیم کیلومتره اوږدوالي کې نږدې زر دانې زینتي ونې کېنوي او له هغې وروسته به د پلي لارو په ګلدانونو او د سړک په منځنیو برخو کې د ګلانو بوټو د کرلو او زرغونتیا لپاره هم اقدام وشي.