GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د افغان طیور امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه ترسره شوه
1405/1/25 00:00
Mumtaz News

د افغان طیور امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه ترسره شوه

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان طیور امارتي شرکت د مدیره هیئت غونډه د ۱۴۰۵ مالي کال د پلانونو ارزونې، د فعالیتونو څېړنې او د راپورونو د اورېدلو په موخه ترسره شوه.

 

په دې ناسته کې د یاد امارتي شرکت مالي او تجارتي مسؤولینو د شرکت د اساسي او غیر اساسي فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

 

ورپسې د مدیره هیئت رئیس او غړو د افغان طیور امارتي شرکت د پلانونو او پروګرامونو د اغېزمن تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

 

همدارنګه، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تشکیل جوړښت او د شرکت مالي، تجارتي، تدارکاتي او عملیاتي پلانونه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.

 

د غونډې په پای کې اړوندو مسؤولینو ته د یادو پلانونو د اغېزمن تطبیق په موخه لازمې لارښوونې وشوې.