د مزایدې خبرتیا!
د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې خپل اړوند ملکیت د لسمې شمېرې مغازې څلور بابه خونې (اطاقونه) چې د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري، په میاشتني ډول په (۸۰۰۰) افغانیو کرایه ورکړي
.
هغه اشخاص او شرکتونه، چې یاد جایداد ته اړتیا او د لوړې کرایې ورکولو وړتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۴) کاري ورځو پورې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته وسپاري او د مزایدې په ورځ دې حاضر شي.
یادونه: غوښتونکي کولای شي چې شرطپاڼه د ټاکلي بیې په بدل کې ترلاسه کړي؛ تضمین په نغدي ډول اخیستل کیږي.
پته: د ارزاقو امارتي شرکت، د مرکزي سیلو ترڅنګ، درېیمه ناحیه – کابل
د لا زياتو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه له ۰۲۰۲۵۱۰۶۴۹ شمېرې سره اړيکه ونيسئ.