د بغلان بورې امارتي شرکت لپاره اجرائیوي رئیس معرفي شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت لپاره د اجرائیوي رئیس، الحاج ملا باران قدرت په معرفت غونډه کې د بغلان ولایت مرستیال والي، ملا محمد همایون جهادیار، د یاد امارتي شرکت پخواني کفیل، مولوي عبدالستار سیرت او ځینو نورو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د بغلان ولایت مرستیال والي، ملا محمد همایون جهادیار د بغلان بورې امارتي شرکت کارکوونکو ته نوی اجرائيوي رئیس، الحاج ملا باران معرفي کړ او په چارو کې یې د پرمختګونو او غوره خدمتونو ترسره کولو هیله څرګنده کړه.
همدارنګه د یاد امارتي شرکت پخواني کفیل، مولوي عبدالستار سیرت نوي اجرائیوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ، له مسؤولینو او کارکوونکو څخه هم د بشپړې همکارۍ مننه او قدرداني وکړه.
د بغلان بورې امارتي شرکت د بورې تولید او پروسېس په برخو کې فعالیت ترسره کوي، چې اوس مهال په کلني ډول د زرګونه ټنه بورې د تولید ظرفیت لري.