GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/1/26 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د هرات د نورالجهاد برېښنا سب‌سټېشن د ۱۲۵ MVA ترانسفارمر لپاره د ۲۲۰ کیلوولټه بوشنګ د تدارکاتو په داوطلبۍ کې، چې د کوډ شمېره یې (برېښنا شرکت/۱۴۴۷/ملي پرانېستې داوطلبۍ بیا ځل اعلان/اجناس ـ ۰۷۵) ده، ګډون وکړي.

 

غوښتونکي کولای شي چې د شرطپاڼې کاپي په فلش ډېسک کې د تدارکاتو له مدیریت او یا هم له (www.dabs.af) وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي؛ همدارنګه دې خپلې آفرې د شرطپاڼې د شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سمې، په تړلې بڼه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۱ نېټې، دوشنبې ورځ، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان برېښنا شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست ته وسپاري.

 

له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۱۵ نېټه، سه شنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۱ نېټه، یکشنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې، د یاد شرکت د تدارکاتو په ریاست کې جوړېږي.

 

یادونه: د آفر تضمین ته اړتیا نشته؛ ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

 

پته: د افغانستان برېښنا شرکت، درېیمه ناحیه، دهمزنګ ـ کابل 

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ: 

۰۲۰۲۵۱۳۶۷۷