د مزایدې خبرتیا!
د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند په باغ ساحه کې شاوخوا ۲۰۰۰ متر مربع (یو جریب) ځمکه د کاشي او سرامیکو د ګدام لپاره، په میاشتني ډول د (۳۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې، د رحماني الغزنوي سوداګریز شرکت ته د درېیو کلونو لپاره په کرایه ورکړي.
هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکتورونه چې غواړي دغه ځمکه له یادې بیې څخه په لوړې کرایې ونیسي، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۲) کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د مرکزي سیلو د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري او د ۱۴۰۵/۰۲/۰۹ نېټې، چهارشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو دې د داوطلبۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه – کابل