GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
له ننګرهار پوهنتون سره د علمي او تخنیکي همکاریو زیاتولو غونډه وشوه
1405/1/29 00:00
Mumtaz News

له ننګرهار پوهنتون سره د علمي او تخنیکي همکاریو زیاتولو غونډه وشوه

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان طیور امارتي شرکت په نوښت د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، قاري اسماعیل مخلص، د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام‌الله مدني او د یاد پوهنتون یو شمېر استادانو ترمنځ د همکاریو زیاتولو په موخه ناسته ترسره شوه.

 

په دې غونډه کې د افغان طیور امارتي شرکت او ننګرهار پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو د هوکړه لیک لاسلیک کولو سربېره د مسلکي کدرونو ظرفیت لوړولو، زدکړیالانو ته د کار زمینې برابرولو، د کیفیت کنټرول د سیستمونو پیاوړتیا، د علمي او تخنیکي بورډ او د چرګانو روزنې (مرغدارۍ) په برخه کې د څېړنیز مرکز د جوړولو په اړه خبرې اترې وشوې.

 

د یادونې وړ ده چې دا ډول همکاري د هېواد د چرګانو روزنې د صنعت ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي او کولای شي د ځان بسیاینې، دوامداره پرمختګ او زیاتو کاري فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابره کړي.