د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس د کندز ولایت له والي سره ولیدل
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس، ملا عبدالحق همکار او ورسره مل تخنیکي پلاوي کندز ته د خپل سفر په لړ کې، د ياد ولايت له والي، مولوي نصرالله مطیع سره ولیدل.
دې لیدنه کې ښاغلي همکار په کندز ولایت کې د برېښنا سکټور د بېلابیلو پروژو پېل او پلانونو یادونه وکړه او د دې پروژو چارو په بشپړاوي او اړونده اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې يې د ځايي مسؤولینو د همکارۍ هيله وکړه.
همداراز ښاغلي همکار د برېښنا انرژۍ د پلور له درکه د عوايدو پر وخت را ټولونې او برېښنا انرژۍ غير قانوني کارونې په تړاو د ولايتي مسؤولينو د ګډو هڅو پر دوام او همغږۍ ټينګار وکړ.
بلخوا د کندز والي، د افغانستان برېښنا شرکت د پلاوي هرکلی وکړ او د برېښنا په برخه کې یې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت رهبري د کندز عسقلان سب سټېشن څخه هم ليدنه وکړه او د برېښنا ځايي کارکوونکو ته يې د منظمې برېښنا رسونې او له برېښنايي تجهیزاتو د څار او ساتنې په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.