د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د خوست د ارزاقو له مدیریت څخه لیدنه وکړه
د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د خوست د ارزاقو له مدیریت څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالرازق رفیع د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد امارتي شرکت له اداري چارو، بنسټیزو پروژو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
مولوي عبدالرازق رفیع په خوست ولایت کې د یاد امارتي شرکت د اړوند جایداد د ارزونې سربېره، د ارزاقو له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو ته یې سپارښتنې وکړې، چې د چارو لا ښه والي او د جایدادونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په دې لیدنه کې د خوست ولایت د ارزاقو مدیر، جمعه خان د شرکت اجرائیوي رئیس ته د یاد ولایت د ارزاقو د املاکو، اداري چارو او روانو فعالیتونو د معلوماتو ترڅنګ، یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې هم وړاندې کړې.