GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
په روزنک بندر کې د نفتي توکو نوې ذخیرې ځای پر ځای شوې
1405/1/30 00:00
Mumtaz News

په روزنک بندر کې د نفتي توکو نوې ذخیرې ځای پر ځای شوې

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت له لوري د هرات ولایت د روزنک بندر په ساحه کې، د نفتي توکو لس (۱۰) زیرمې، چې ټولیز ظرفیت یې (۸۴۰ ټنه) ته رسېږي، ځای پر ځای شوې دي.

 

دغه اقدام د انرژۍ سکټور د پیاوړتیا، د وارداتي نفتي توکو د اغېزمن مدیریت او د ستراتیژیکو زېرمو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.

 

همدارنګه، له اسلام‌قلعه بندر څخه د نفتي توکو د لېږد ترڅنګ، نوې زیرمې د واګونونو د تخلیې بهیر چټکوي او د اورګاډي کرښه پر وخت ازاده ساتي، چې له امله یې اضافي لګښتونه راکمېږي او د ضایعاتو مخه نیول کېږي.

 

سربېره پر دې، د ټرانسپورټي ستونزو پر مهال دغه زېرمې د خوندي ذخیره کولو اسانتیا برابروي او د عرضې ځنځیر د درېدو مخه نیسي، څو بازارونو ته د نفتي توکو رسونه په منظم ډول ترسره شي.

 

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت هڅه کوي، چې په راتلونکې کې د نفتي توکو د تأسیساتو د پراختیا او عصري کولو سربېره، په پام کې لري چې د یادو زېرمو ټولیز ظرفیت په راتلونکو پړاوونو کې تر ۵۰۰۰ ټنه پورې لوړ کړي.