GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د افغان حاجیانو د انتقال لړۍ په رسمي ډول پيل شوه
1405/1/30 00:00
Mumtaz News

د افغان حاجیانو د انتقال لړۍ په رسمي ډول پيل شوه

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت عملياتي مرستيال، کپټان محمد عزيز عظيم، د افغان حاجيانو د پروازونو د پرانېستې مراسمو پرمهال وويل، چې د سږکال د حجاجو کرامو د انتقال لړۍ به په ۲۷ پروازونو کې تنظيم شي، چې له لارې به يې د هېواد له درې پروازي زونونو (کابل، هرات او مزارشريف) څخه د سعودي عربستان مدينې منورې او جدې ښارونو ته، ټولټال ۶۲۱۰ تنه زائران ولېږدول شي. 

 

د دې لړۍ لومړی پرواز تېره شپه پر ۱۲:۳۰ بجو له کابل څخه ترسره شو، چې دا پرواز د افغان حاجيانو د لېږد بهیر یو مهم پړاو ګڼل کېږي.

 

د آریانا افغان هوايي شرکت دغه ملي مسؤولیت ته ژمن دی او بشپړ چمتووالی لري، ترڅو د حج د موسم په جریان کې قدرمنو حاجيانو ته د هوايي ټرانسپورټ په برخه کې خوندي، منظم او باکیفیته خدمات وړاندې کړي او د حاجیانو د سفر د لا اسانتیا لپاره به لازم تدابیر ونیسي.