GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/1/30 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۰) بابه درملتونونه چې د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.

 

۱ـ مرکز، د قلعه نجارها (۷مه) شمېره امارتي درملتون

۲- مرکز، ۷مه ناحیه، د کارته غوث الدین (۱۹مه) شمېره امارتي درملتون

۳ - مرکز، د لومړي مکروریان مارکېټ (۲۱مه) شمېره امارتي درملتون

۴ - مرکز، قصبه خانه سازي (۲۳مه) شمېره امارتي درملتون

۵ ـ مرکز، د تایمني پروژې (۲۴مه) شمېره امارتي درملتون

۶- مرکز، د علي آباد روغتون (۳۰مه) شمېره امارتي درملتون

۷- مرکز، د کابل هوايي ډګر څلورلارې (۳۱مه) شمېره امارتي درملتون

۸ - مرکز، ۱۷مه ناحیه، د کوتل سر د کامیاب ښارګوټي (۳۲مه) شمېره امارتي درملتون

۹ - مرکز، درېیم مکروریان (۳۵مه) شمېره امارتي درملتون

۱۰ - مرکز، د قره باغ ولسوالۍ ( ۳۷مه) شمېره امارتي درملتون

 

هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړوند شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

 

د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۱۶ نېټې، چهارشنبې ورځ، د سهار پر ‍۱۰:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.

 

یادونه: د (مرکز ۱۹مه، ۲۳مه، ۳۱مه، ۳۲مه، ۳۵مه او ۳۷مه شمېره درملتونونه په شخصي سیمو کې فعالیت لري، چې په داوطلبۍ کې یې یوازې امتیاز په اجاره ورکول کېږي؛ تضمین د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو پر اساس اخیستل کېږي.

 

پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دو شمشېره ـ کابل