د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، چې د ۵۲۰۰۰ لیټره Caltex Taro 30 DP 40X مبلایلو د تدارک او برابرولو د داوطلبۍ په پروسه کې چې د کوډ شمېره یې (برېښنا شرکت/۱۴۰۴/ ملي پرانېستې داوطلبۍ بیا ځلي خبرتیا/ اجناس ـ ۰۹۲) ده، ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي چې د شرطپاڼې کاپي په فلش ډېسک کې د تدارکاتو له مدیریت او یا هم د برېښنا شرکت له (www.dabs.af) وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي، همدارنګه دې خپلې آفرې د شرطپاڼې د شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سمې، په تړلې بڼه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۴ نېټې، پنجشنبې ورځ، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د افغانستان برېښنا شرکت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۱۵ نېټې، سه شنبې ورځې پر ۱۰:۰۰ بجو او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۴ نېټې، پنجشنبې ورځې پر ۱۰:۰۰ بجو د یاد امارتي شرکت د تدارکاتو په ریاست کې جوړېږي.
یادونه: د آفر تضمین او همدارنګه ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د افغانستان برېښنا شرکت، درېیمه ناحیه، دهمزنګ ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۲۹۹۳۴۳۱۱