GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
بدخشان او سمنګان ولایتونو ته خوراکي او اعاشوي توکي ولېږدول شول
1405/2/1 00:00
Mumtaz News

بدخشان او سمنګان ولایتونو ته خوراکي او اعاشوي توکي ولېږدول شول

 

نېټه: سه‌ شنبه / ۴ / ذوالقعده / ۱۴۴۷ هـ ق

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت ۱۵ قلمه اعاشوي توکي د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د ځوانانو روږدو درملنې ۲۰ بستریز روغتون ته، ۶ قلم خوراکي مواد د بدخشان پوهنتون لیلیې ته او د سمنګان ولایت ولایتي روغتون ته اړین خوراکي توکي ولېږدول.

 

د معلوماتو له مخې ۱۲ زره کیلوګرامه وریځې، ۶۵۰۰ کیلوګرامه غوړي، ۹۹۰ کیلوګرامه رُب، ۳۳۰ کیلوګرامه خام نخود، ۷ کیلوګرامه د چای هېل او ۵۰ کیلوګرامه شین چای د بدخشان پوهنتون لیلیې ته، د ځوانانو روږدو درملنې ۲۰ بستریز روغتون ته ځینې لومړني خوراکي توکي، لکه: وریجې، غوړي، بوره، لوبیا، چای او نور لومړني خوراکي توکي او د سمنګان ولایتي روغتون لپاره بیا غوړي، بوره، غوښه، مالګه او تازه سبزيجات برابر شوي وو.

 

د یادونې وړ ده چې یاد توکي د اړوند ادارو د استازو او د څارنې پلاوي په حضور کې په شفاف ډول تحویل شوي دي.