د کندز سپین زر امارتي شرکت رهبرۍ د ازبیکستان د کرنې برخې له مسؤولینو سره ولیدل
د ازبیکستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، عبدالظهوروف جمشیدجان، کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي او حقوقي سلاکاران ورسره مل وو، د کندز سپین زر امارتي شرکت له مشرتابه او د دې ولایت له یو شمېر بزګرانو سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې جمشید جان، افغانستان د ازبیکستان د وګړو دویم کور وباله او د خپل سفر موخه د کندز سپین زر امارتي شرکت او د ازبکستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړې پلي کول وبلل او زیاته یې کړه چې هېواد یې غواړي د پنبې د تخمونو د دودولو او کرنې لپاره د عصري کرنیزو ماشینونو په برخه کې له افغان بزګرانو سره همکاري وکړي.
همداراز د کندز سپین زر امارتي شرکت د پراختیا او سوداګرۍ چارو رئیس، مولوي عبدالغفور شهیدزي، راغلو مېلمنو او په ځانګړي توګه د ازبیکستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال هرکلی وکړ او ویې ویل: دا اړیکې به د خلکو په ځانګړي ډول د بزګرانو، پر اقتصادي ودې، د مالوچو د کښت په دودولو، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پراختیا پر پراخېدو مستقیمه اغېزه ولري.
د دې لیدنه په ترڅ کې بزګرانو، د کندز سپین زر امارتي شرکت په شمال ختیځ زون کې د مالوچو د پروسېس او د یاد تخم د دودولو لومړنی مرکز وباله او په اړوند برخو کې یې ځینې نظرونه او غوښتنې وړاندې کړې.
د یادونې وړ ده چې د کندز سپین زر امارتي شرکت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ هـ ل کال کې له دوست هېواد ازبیکستان څخه ۱۱ ټنه د پنبې تخم وپېري او د شمال ختیځ زون د بزګرانو لپاره یې په سب سایډي ډول ووېشي.