GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د آريانا یوه مسافر وړونکې B737-500 چارتر الوتکه کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده
1405/2/2 00:00
Mumtaz News

د آريانا یوه مسافر وړونکې B737-500 چارتر الوتکه کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده 

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت اړوند یوه مسافر وړونکې B737-500 چارتر الوتکه نن ورځ کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده. 

 

یاده الوتکه د ۱۲۶ مسافرو د لېږد—رالېږد ظرفیت لري، چې په کورنيو او نړيوالو الوتنو کې به ترې ګټه واخيستل شي. 

 

دا اقدام د آريانا افغان هوايي شرکت د مسافر وړونکو خدمتونو د پراختيا او د مسافرو لپاره د لا ډېرو اسانتياوو د برابرولو په موخه ترسره شوی دی. 

 

ياده الوتکه به سر له نن ورځې څخه په عادي ډول خپلې الوتنې پيل کړي او د هېوادوالو د هوايي تګ راتګ په بهير کې به مهم رول ولوبوي. 

 

د یادونې وړ ده چې د يادې چارتر الوتکې تړون د يو کال لپاره د ايران له (آوا) کمپنۍ سره لاسليک شوی دی.