GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس له مېلمه پالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
1405/2/2 00:00
Mumtaz News

د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس له مېلمه پالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه 

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس، ملا بخت الرحمن شرافت د الوتکو له مېلمه پالانو سره د کارونو د لا ښه تنظيم او خدماتو د مؤثريت په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه. 

 

په دې ناسته کې د الوتکې مېلمه پالنې د ښه والي، د مسافرينو د رضایت لوړولو او د خدمتونو د معیاري کولو په اړه مفصل بحثونه وشول. 

 

د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس، د الوتکو مېلمه پالانو ته لارښوونه وکړه، چې له مسافرینو سره په ښه چلند، مسلکي اصولو او د وخت پابندي وکړي، ترڅو د آريانا خدمتونه لا اغېزمن او د باور وړ شي.