نندارتون کې د ګډون خبرتیا!
نندارتون کې د ګډون خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د لاسي صنایعو پراختیا امارتي شرکت له ټولو درنو هېوادوالو، ملي سوداګرو، تولیدوونکو او خصوصي پانګوالو څخه په درنښت هیله کوي، تر څو د لاسي صنایعو د کورنیو تولیداتو د لا زیات پېر، هڅونې او ترویج په موخه د یاد امارتي شرکت د ۱۷۷ شمېرې غرفې څخه چې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو په نندارتون کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د څلورو ورځو لپاره جوړ شوی، لیدنه وکړي او د دې لرغوني او پخواني صنعت په اړه خپل معلومات زیات کړي.
د نندارتون د پیل نېټه: د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې له ۲مې تر ۵مې نېټې پورې.
پته: د بادام باغ کرنیز او څېړنیز فارم – کابل