GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/3 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۰) بابه درملتونونه چې د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.

 

د بلخ ولایت (۸مه، ۹مه، ۱۱مه، ۱۲مه، ۱۳مه، ۱۵مه، ۱۶مه، ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۱مه) شمېره امارتي درملتونونه.

 

هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړوند شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

 

د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۱ نېټې، دوشنبې ورځ، د سهار پر ‍۱۰:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.

 

یادونه: یاد ټول درملتونونه په شخصي سیمو کې فعالیت لري، چې په داوطلبۍ کې یې یوازې امتیاز په اجاره ورکول کېږي؛ تضمین د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو پر اساس اخیستل کېږي.

 

پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دو شمشېره ـ کابل