د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل تولیدات نندارې ته اېښې دي
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل تولیدات نندارې ته اېښې دي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کابل په بادام باغ کې د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۴م نندارتون کې خپل بېلابېل تولیدات (د زیتون تېل، زیتون اچار، ګډ زیتوني اچار، د نجارۍ فابریکې لرګین جوړ اجناس او نور کرنیز او صنعتي محصولات) نندارې ته ايښي دي.
د یاد نندارتون مسؤولین وایي چې د دې ډول نندارتونونو موخه د کورنیو تولیداتو معرفي کول، د بزګرانو هڅونه او د ملي اقتصاد پیاوړتیا ده، ترڅو د هېواد کرنیز سکتور لا وده وکړي او د وارداتو اړتیا کمه شي.
دغه نندارتون د غوايي میاشتې له ۲مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې، د څلورو ورځو لپاره به د لیدونکو پر مخ پرانېستی وي، ترڅو ورڅخه هېوادوال د کورنیو تولیداتو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړي.