GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت او د اذربایجان (SOCAR) شرکت ترمنځ د همکاریو پراختیا ناسته وشوه
1405/2/3 00:00
Mumtaz News

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت او د اذربایجان (SOCAR) شرکت ترمنځ د همکاریو پراختیا ناسته وشوه

 

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس، ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، محمد نصیر «رحیمي» هم ورسره ملتیا کوله، په باکو کې د دغه هېواد د اقتصاد وزارت له مرستیال، ښاغلي انار اخندوف سره ولیدل.

 

په دغې ناسته کې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت او د اذربایجان د نفت دولتي شرکت (SOCAR) ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، پانګیزو فرصتونو د ارزونې او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په تړاو هر اړخیز بحث وشو. 

 

ښاغلي رحیمي د هېواد د انرژۍ سکټور د پانګونې لپاره مناسب وباله او د نړیوالو، په ځانګړې توګه له تجربه لرونکو شرکتونو سره یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 

بل لور ته، د سوکار شرکت استازو د همکاریو د پراخولو لېوالتیا څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د ګډو پروژو د عملي کېدو لپاره به لازم ګامونه پورته کړي.

 

دواړو لوریو د نفت او ګاز په سکټور کې د همکاریو پر پراخولو، د تخنیکي تجربو شریکولو او د پانګونې د جذب پر اغېزمنو لارو چارو ټینګار وکړ او هوکړه وشوه چې د باور فضا به لا پیاوړې او ګډې پروژې به عملي پړاو ته داخلې شي.

 

په پای کې پرېکړه وشوه چې تخنیکي ډلې به خپلې ناستې دوامداره وساتي، څو شوې هوکړې عملي بڼه خپله کړي.