په ۳۴م کرنیز نندارتون کې د ملي پراختیا امارتي شرکت کرنیز محصولات نندارې ته ایښودل شوي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا امارتي شرکت د کابل په بادام باغ سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په لار اچول شوي «د ۱۴۰۵ کال د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۴م نندارتون» کې خپل تولید کړي عصري کرنیز ماشین آلات نندارې ته وړاندې کړل.
په یاد نندارتون کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري په ګډون یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو، د ملي پراختیا شرکت له ځانګړو غرفو څخه یې د لیدنې پر مهال، د دې شرکت په فابریکو کې تولید شوي کرنیز ماشین آلات له نږدې ولیدل او دغه لاسته راوړنې یې د هېواد د کرنیزې ځان بساینې پر لور یو مهم او رغنده ګام وباله.
دا نندارتون، چې د روانې غوايي میاشتې تر ۵مې نېټې پورې دوام کوي، هېوادوال کولای شي د ملي پراختیا امارتي شرکت له غرفو څخه لیدنه وکړي او د کورنیو تولیداتو له لوړ کیفیت څخه خبر شي.