GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د برېښنا شرکت او د روسیې انرژۍ سکټور ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار
1405/2/6 00:00
Mumtaz News

د برېښنا شرکت او د روسیې انرژۍ سکټور ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت رهبري پلاوي، روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د برېښنا له یو شمېر مهمو او معتبرو تولیدي او تخنیکي کمپنیو له مسؤولینو سره لیدنې ترسره کړې.

 

په دغو لیدنو کې روسي کمپنیو ته بلنه ورکړل شوه چې افغانستان ته راشي، د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي، د افغانستان له برېښنا شرکت سره تخنیکي ناستې ترسره کړي او د برېښنا انرژۍ سکټور د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.

 

د ترسره شوې هوکړې له مخې د یاد هېواد معتبرې کمپنۍ به د افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او همدارنګه د برېښنا انرژۍ په نورو اړوندو برخو کې همکاري وکړي او په دې برخه کې یې خپل چمتووالی هم څرګند کړی دی.

 

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې روسي معتبرې او مهمې کمپنۍ خپل تخنیکي ټیمونه افغانستان ته واستوي؛ د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونه به د برېښنا اړوندو برخو کې کار وکړي او د برېښنا انرژۍ ګډو پروژو د تطبیق لپاره به لومړني ګامونه واخلي.

 

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د برېښنا په بېلابېلو برخو کې هوکړې، د اوږدمهاله همکاریو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.