GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د چارو ادارې لوی رئیس د مزار هوټل سوداګریز مرکز څخه لیدنه وکړه
1405/2/6 00:00
Mumtaz News

د چارو ادارې لوی رئیس د مزار هوټل سوداګریز مرکز څخه لیدنه وکړه

 

نېټه: یکشنبه / ۹ / ذوالقعده / ۱۴۴۷ هـ ق

 

د چارو ادارې لوی رئیس، شـیـخ نورالحق انور د یادې ادارې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئیس، مفتي شمس الرحمن او د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس، مفتي عبدالواحد عثماني په ملتیا بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هوټلونو امـارتي شرکت اړوند د مزار هوټل سوداګریز مرکز څخه لیدنه وکړه.

 

ښاغلي انور د دې مرکز د کتنې پر مهال په هېواد کې د کورنیو سوداګرو له لوري د پراخې پانګونې هرکلی وکړ او دا یې د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره مهم ګام وباله.

 

د یادونې وړ ده، چې مزار هوټل لوی سوداګریز مرکز د ډیزاین او جوړښت له پلوه په نړیوالو معیارونو سمبال دی، چې په پنځو پوړونو کې طرحه شوی او د درې ستوریزه رسټورانټ، ۲۴ ساعته برېښنا، لفټ، چټک انټرنېټ او د VIP خونو درلودونکی دی.