GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د روسیې انرژۍ وزارت د افغانستان برېښنا انرژۍ په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه
1405/2/8 00:00
Mumtaz News

د روسیې انرژۍ وزارت د افغانستان برېښنا انرژۍ په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د فدراتیفې روسیې پلازمېنې مسکو ته د خپل سفر لړ کې، چې د افغانستان سفیر، مولوي ګل حسن حسن یې هم ملتیا کوله د دغه هېواد د انرژۍ معین، ښاغلي ولادیمیر خازوف سره د ګډو همکاریو په تړاو ناسته وکړه. 

 

ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د انرژۍ برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا مهمه وبلله. 

 

د روسیې انرژۍ وزارت معین، ولادیمیر خازوف د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، په مشرۍ پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د انرژۍ برخه کې یې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه وکړه. 

 

ښاغلي ولادیمیر خازوف څرګنده کړه چې له افغانستان سره د انرژۍ او اقتصادي اړیکو او همکاریو پراختیا د دوی هرې ناستې آجنډا کې ځانګړی ځای درلودلی او دې برخه کې په دوامدار ډول کار کوي. 

 

په ناسته کې د روسیې لپاره د افغانستان سفیر، مولوي ګل حسن حسن او د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو برخو سربېره د برېښنا انرژۍ او تخنیکي برخو کې د همکاریو او اړیکو پراختیا مهمه وبلله او له روسي لوري یې مننه وکړه.