GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د نظر اخیستنې خبرتیا!
1405/2/8 00:00
Mumtaz News

د نظر اخیستنې خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت خپل مازاد جایدادونه په لاندې ډول د اجارې په موخه نظرسنجۍ ته وړاندي کوي:

۱. (۲ جريبه استوګنیزه ځمکه) لښکرګاه ښار، کندهار لویه لار، د ملي پوليسو روزنيز مرکز ته څېرمه.

۲. (۲ جريب او ۲ بسوې او ۵ بسواسې ځمکه) اداري ساحه، لښکرګاه ښار، امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د موټرو تمځای ساحه.

 

هغه اشخاص، شرکتونه او پانګوال چې د یادو جایدادونو په اړه طرحه، نظر یا د فعالیت وړاندیز لري، کولای شي خپله مفصله طرحه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۷ /۲ /۱۴۰۵ نېټې پورې دې، یاد امارتي شرکت ته وسپاري .

 

یادونه: ټولې ترلاسه شوې طرحې به تر تخنیکي او اقتصادي تحليل وروسته وڅېړل شي او غوره طرحه به مناسب فعاليت ته په کتو سره وټاکل شي.

 

پته: هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي، لښکرګاه ښار ـ هلمند