GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د ارزاقو امارتي شرکت له لوري پکتیکا او زابل ولایتونو ته خوراکي توکي ولېږدول شول
1405/2/9 00:00
Mumtaz News

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري پکتیکا او زابل ولایتونو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکتد د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې د ولایتي مدیریتونو له لارې د زابل ولایت، ولایتي روغتون ته او د پکتیکا ولایت د پوهنتون استادانو ته د ۱۵ ورځو لپاره اړین خوراکي توکي ولېږدول.

 

د ارزاقو امارتي شرکت مسؤولین وایي چې دا توکي د اړوندو پلاویو په شتون کې په رسمي ډول سپارل شوي او پکې وریځې، اوبلن غوړي، خام نخود، مالګه، لوبیا، مېوه، بوره، سبزي، شین چای، تور چای او نور لومړني مواد شامل دي، چې د اړوندو ادارو اړتیاوې پوره کوي.

 

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د اکمال او وېش بهیر په ټول هېواد کې د ولایتي مدیریتونو لخوا په منظم ډول دوام لري.