GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
په بلخ ولایت کې د دوو ګدامونو بیارغونه وشوه
1405/2/9 00:00
Mumtaz News

په بلخ ولایت کې د دوو ګدامونو بیارغونه وشوه

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت دوه بابه ګدامونه، چې یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې موقعیت لري، د وخت په تېرېدو سره د واورې او باران د اورښتونو له امله یو څه زیانمن شوي وو، خو اوس بېرته ترمیم او د ودونو په صالونونو بدل شوي دي.

 

دغه مازاد جایدادونه د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې د بلخ ولسوالۍ له یوه سوداګر سره د ودونو تالار د جوړولو لپاره په قرارداد ورکړل شوي وو، چې سوداګر یاد دوه ګدامونه پرته له کوم بدیل امتیاز څخه ترمیم او بیا ورغول.

 

د دې ګدامونو تړون له یوې خوا د شرکت د عوایدو د کچې په لوړولو کې مرسته کوي او له بلې خوا یې سوداګر هڅولي چې په امارتي مازادو جایدادونو کې پانګونه وکړي.

 

د یادونې وړ ده چې له دغو ګدامونو د ۱۳۵۳ لمریز کال په شاوخوا کې، د پنبې دانې د ذخیرې لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېده.