GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/10 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت ټولو پر شرايطو برابرو کسانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د پروان برېښنا د پشته سرخ سب سټېشن د ساتونکو د ګارډ روم پروژې په داوطلبۍ کې، چې تشخصیه شمېره یې (د برېښنا شرکت/1405/د ازادې داوطلبۍ له لارې /ساختمان/027) ده، ګډون وکړي.

 

غوښتونکي دې د شرطپاڼې کاپي په سافت بڼه د ودانیو د تړونونو له مدیریت څخه او یا هم د افغانستان برېښنا شرکت له dabs.af وېبپاڼې څخه په آنلاین ډول ترلاسه کړي او خپل غوښتنلیکونه دې د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د تدارکاتو اصولو مطابق په تړلې بڼه، د نشر له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۳/۰۳ نېټې، یکشنبې ورځ، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د افغانستان برېښنا شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست ته وړاندې کړي.

 

له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۳ نېټې، چهارشنبې ورځ، د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۰۳ نېټې، یکشنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د یاد امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست کې جوړېږي.

 

یادونه: د آفر تضمین د پلي کېدو وړ نه دی او همدارنګه ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه نه منل کېږي.

 

پته: د افغانستان برېښنا شرکت، درېیمه ناحیه، دهمزنګ ـ کابل

 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:

۰۲۰۲۵۱۳۶۷۷