د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د ۷۷ ترکي شرکت مسؤولينو ترمنځ ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس، ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس، ښاغلي سليمان جوليو او د هغه له مل ټيم سره ناسته وکړه.
ناسته کې د ۷۷ ترکي شرکت استازو د هېواد په کچه د برېښنا سکټور روانو پروژو پرمختګونو، شته ننګونو او د چارو تخنيکي څرنګوالي په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړل.
د یاد ترکي شرکت استازو ننګرهار ولايت کې د شيخ مصري ۴۰ مېګاواټه لمريزې برېښنا توليد پروژې پرمختګونو يادونه وکړه او د بېلابېلو پروژو په بهير کې یې د احتمالي ستونزو حل په برخه کې د ګډو همکاريو هيله وکړه.
په ورته وخت کې، د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس، ملا عبدالحق همکار د يادو پروژو له پرمختګونو خوښي وښوده او د احتمالي ستونزو حل په تړاو يې د همکاريو ډاډ څرګند کړ؛ څو د پروژو بهير لا چټک او منظم پر مخ لاړ شي.