GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د اصلاح شويو تخمونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د قوش‌تېپې فارم څخه لیدنه وکړه
1405/2/12 00:00
Mumtaz News

د اصلاح شويو تخمونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د قوش‌تېپې فارم څخه لیدنه وکړه

 

د اصلاح شويو تخمونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ذکرالله عبدالرحیمزي د مالي او اداري رئیس په ملتیا د رسمي سفر په ترڅ کې د قوش‌تیپې نمایندګۍ فارم څخه لیدنه وکړه.

 

د دې سفر موخه د فارم د عمومي وضعیت ارزونه، د بذري غنمو د کیفیت څېړنه، د تخنیکي او اداري فعالیتونو د بهیر څارنه او د اصلاح شويو تخمونو د تولید او ساتنې په برخه کې د ټاکل شويو معیارونو د تطبیق ډاډ ترلاسه کول وو.

 

د یادې لیدنې پر مهال، د مشرتابه پلاوي د فارم له بېلابېلو برخو لکه د کرنې ساحو، د ذخیرې ځایونو او د بذري غنمو د پروسس له څانګو څخه لیدنه وکړه او شته وضعیت یې له نږدې وڅېړه؛ همدارنګه د بذري غنمو کیفیت د څرنګوالي، درجه‌بندۍ او د ساتنې د شرایطو له مخې په دقیقه توګه وارزول شو.

 

د یادونې وړ ده چې اجرائیوي رئیس له ترسره شويو هڅو خوښي وښوده او د تولید د کیفیت د لا ښه والي، د ساتنې سیستمونو د پرمختګ او د فارم کاري ظرفیت د لوړولو لپاره یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.