GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/15 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۰) بابه درملتونونه چې د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.

 

د بلخ ولایت (۲۲مه، ۲۳مه، ۲۴مه، ۲۵مه، ۲۸مه، ۲۹مه، ۳۰مه، ۳۱مه، ۳۲مه او ۳۳مه) شمېره امارتي درملتونونه.

 

هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړوند شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

 

د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۰۲ نېټې، شنبه ورځ، د سهار پر ‍۹:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.

 

یادونه: یاد ټول درملتونونه په شخصي سیمو کې فعالیت لري، چې په داوطلبۍ کې یې یوازې امتیاز په اجاره ورکول کېږي؛ تضمین د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو پر اساس اخیستل کېږي.

 

پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دو شمشېره ـ کابل