GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
تېره میاشت د غزني له لرغونو سیمو، ۳۸ تنو بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې
1405/2/16 00:00
Mumtaz News

تېره میاشت د غزني له لرغونو سیمو، ۳۸ تنو بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت مسؤولین وايي، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ میاشت کې، ۳۸ تنه بهرنیو سیلانیانو د غزني ولایت له بېلابېلو لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده.

 

د معلوماتو له مخې، په دغو سیلانیانو کې ډېری اتباع د امریکا، چین، مالیزیا، پاکستان، برتانیا، اندونیزیا، ایټالیا، سویډن او فنلنډ هېوادونو څخه وو، چې د غزني ولایت بېلابېلو سیاحتي سیمو او تاریخي آبدو څخه د لیدنې په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی دی.

 

د یادونې وړ ده، چې غزني ولایت د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه پېژندل کېږي او د شاوخوا (۳۰۰) تاریخي آبدو په درلودلو سره یې د نړیوالو سیلانیانو پام ځانته اړولی دی.