GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/17 00:00
Mumtaz News

د داوطلبۍ خبرتیا!

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي تر څو د یاد امارتي شرکت د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ (۵) قلمه توکو (بیټرۍ، ټایر، ټیوب، فیته او ویل) د پېرودلو په داوطلبۍ کې، چې د تشخیصیې شمېره یې (NOB/G-1404/007) ده، ګډون وکړي.

 

هغه کورني شرکتونه او پانګوال چې د تدارکاتو پر شرایطو برابر وي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د پېژندپاڼې او د شرکت د جواز له کاپي سره یوځای، د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۳/۰۹ نېټې، شنبې ورځې پورې، د ملي بس امارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري او شرطپاڼه ترلاسه کړي.

 

د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۱۰ نېټې، یکشنبې ورځ، د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د یاد امارتي شرکت په مالي او اداري ریاست کې جوړېږي.

 

یادونه: د آفر تضمین لازمي نه دی.

 

پته: د ملي بس امارتي شرکت، ۱۶مه ناحیه، زنده بانان – کابل

 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:

۰۷۴۷۳۸۸۲۲۰