د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د څلورګونو فارمونو د وچو لرګیو خرڅلاو په داوطلبۍ کې، لاندې کسان ګټونکي شول:
ـ ښاغلي عزیزالله ولد حاجي وزیرګل د هډې فارم او درېیم فارم وچ لرګي، یو من د (۴۳) افغانیو په بدل کې اخیستي دي.
ـ ښاغلي عبادالله ولد عجب خان د دویم فارم او څلورم فارم وچ لرګي، یو من د (۴۱) افغانیو په بدل کې اخیستي دي.
هغه حکمي او حقیقي اشخاص چې په یاده مزایده کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر درې (۳) کاري ورځو پورې، خپل غوښتنلیکونه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: غوښتونکي شرطپاڼه کتلای شي؛ په مزایده کې ګډونوال مکلف دي چې د نافذه مقرراتو له مخې د هر فارم لپاره (۱,۰۰۰,۰۰۰) یو میلیون افغانۍ مؤقت تضمین، د بانکي تضمیناتو حساب ته تحویل کړي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار