GENERAL DIRECTORATE OF STATE OWNED CORPORATIONS
له ده دانا څخه تر سینمای پامیر پورې د ملي بس نوې کرښه فعاله شوه
1405/2/19 00:00
Mumtaz News

له ده دانا څخه تر سینمای پامیر پورې د ملي بس نوې کرښه فعاله شوه

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت، کابل ښاریانو ته د ترانسپورټي خدمتونو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، له ده دانا سیمې څخه تر سینمای پامیر سیمې پورې د ملي بس نوې ترانسپورټي کرښه فعاله کړې ده. 

 

د یاد امارتي شرکت مسؤولین وایي چې دغه کرښه به ښاریانو ته خوندي، منظم او پر وخت ترانسپورټي خدمتونه وړاندې کړي، چې ورسره به د تګ راتګ ستونزې تر یوه بریده راکمې شي. 

 

د يادونې وړ ده چې د ملي بس امارتي شرکت هڅه کوي، ترڅو د نویو کرښو په فعالولو سره د کابل ښاریانو لپاره، لا غوره او معیاري ترانسپورټي اسانتیاوې برابرې کړي.